د زړو او غیرعملي پروسو، بیروکراسي خنډونو، بې نظمي او پیچلو میکانیزمونو په ګډون یو شمیر ګواښونو د دې اړتیا رامنځ ته کړې چې د افغانستان قانوني نظام پیاوړی شي. یادو لویو خنډونو د حکومت په عدلي او قضایي برخه کې د یوه فعال او مناسب سیستم د جوړیدو، بیاکتنې او پرمختګ مخه نیولې ده، او دا خنډونه باید له منځه لاړ شي. افغان حکومت باید د خصوصي سکتور او نړیوالې ټولنې په مرسته ځان ډاډه کړي چې قاضیان، څارنوالان او مدافع وکیلان د هیواد په قوانینو ښه پوه شي او یاد قوانین په سمه توګه پلي کړي.
دا چې په قوانینو او مقرراتو کې سمون د حرکت برنامې له عمده کاري برخو څخه یوه ده، مونږ پدې اړینه ساحه کې د ملاتړ چمتو کولو لپاره ګام پورته کړی دی. د نړیوالو همکارانو پره مرسته، حرکت توانیدلی چې قاضیانو، څارنوالانو او د سترې محکمې نورو کارکوونکو ته د شخړو د حل، مذاکرې، منځګړتوب، تدارکاتو قانون، بانکولۍ قانون او ګڼ شمیر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د وړتیا لوړولو روزنې ورکړي.
یادې روزنې په کابل، پکتیا، هرات، بلخ، کندهار، کندز، بامیان او ننګرهار کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ میاشتې د دویمې او سپټمبر د ۲۸مې ترمنځ وړاندې شوي دي. پدې روزنیزو پروګرامونو سربیره، له وخت څخه د ګټورې استفادې او فساد د کمولو په موخه، حرکت برنامې همدارنګه د قاضیانو لپاره یو انلاین پورټال جوړ کړی دی څو قاضیان وکولی شي لدې نوي سیستم څخه په ګټه اخیستلو د سوداګریزو قضیو په اړه خپلې نهایې پریکړې صادرې کړي.
د یادو روزونیزو دورو په پای کې حرکت برنامې هغه آی ټي توکي چې د شپږو میاشتو روزنو په ترڅ کې کارول شوي وو، سترې محکمې ته وسپارل څو یاده اداره د اړونده پروسو د ډیجیټل کولو له لارې د خپل کار پرمختګ ته دوام ورکړي. حرکت برنامې همداراز د کابل استیناف محکمې ته امنیتي کمرې او نور آی ټي توکي وسپارل.